کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پینګ: راون کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي وي

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په لړ کې ددغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدلي دي. ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي. هغه همداراز د شي جین پینګ خدمتونه او هڅې د چین لپاره د درناوي وړ بللي دي. جین پینګ بیا ویلي، چې راون ۲۰۲۶ کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي…

2026-05-14 04:04 98۱ دقیقې لوستل
پینګ: راون کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي وي

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په لړ کې ددغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدلي دي.

ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.

هغه همداراز د شي جین پینګ خدمتونه او هڅې د چین لپاره د درناوي وړ بللي دي.

جین پینګ بیا ویلي، چې راون ۲۰۲۶ کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي کال وي.

پینګ همداراز ،امریکا او چین ترمنځ په اړیکو کې پایداري او ټینګښت د نړۍ لپاره مهم او حیاتي بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان، پوځي نفوذ او بشري حقونو پر سر اختلافات شته.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب