کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پېښور؛ په وسله‌وال برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو پر موټر وسله‌وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.   برید تېره شپه ناوخته د پېښور په ورسک کې هغه مهال وشو چې د مېچنۍ سیمې پولیسو ګزمه کوله.  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په سیمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ یو ساعت نښته هم شوې.  د برید مسوولیت ت…

2024-03-11 19:44 165۱ دقیقې لوستل
پېښور؛ په وسله‌وال برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو پر موټر وسله‌وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.  

برید تېره شپه ناوخته د پېښور په ورسک کې هغه مهال وشو چې د مېچنۍ سیمې پولیسو ګزمه کوله. 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په سیمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ یو ساعت نښته هم شوې. 

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پاکستاني پولیس وایي، په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي. 

د ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په برید کې د پولیسو موټر زیانمن شوی دی.    

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ هم د پېښور په بوټ بازار کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی و.

دغه پېښه پر موټر سایکل د لېږدونکو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه. 

په پاکستان کې دا پېښې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې تازه د شهباز شریف پر مشرۍ نوي حکومت لوړه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب