کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پېښور کې د پوليسو پر يوه مرکز برید اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، نن سهار د کوزې پښتونخوا پېښور کې د ايف سي ځواکونو پر يوه مرکز برید وشو چې پکې درې امنيتي ځواکونه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول‌.د ځايي پوليسو قومندان ميا سعيد رسنيو ته ويلي، درې تنه پوليس هغه مهال ووژل شول چې يوه بريدګر د دروازې خوله کې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور بیا د مرکز…

2025-11-24 03:25 132۱ دقیقې لوستل
پېښور کې د پوليسو پر يوه مرکز برید اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، نن سهار د کوزې پښتونخوا پېښور کې د ايف سي ځواکونو پر يوه مرکز برید وشو چې پکې درې امنيتي ځواکونه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول‌.
د ځايي پوليسو قومندان ميا سعيد رسنيو ته ويلي، درې تنه پوليس هغه مهال ووژل شول چې يوه بريدګر د دروازې خوله کې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور بیا د مرکز ودانۍ ته دننه شول.
نوموړي ويلي، بريدګر له پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول.
هممهاله بیا پوليسو دغه مرکز ته نږدې ټولې لارې تړلي دي.
تراوسه کومې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب