کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين او روسيې د جاپان سمندر کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړي

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): چين او روسيې د جاپان سمندر کې درې ورځني ګډ پوځي تمرينات پيل کړي دي. الجزيرې شبکې راپور ورکړی دی چې دغه تمرينات د «ګډ سمندر ـ ۲۰۲۵» په نوم د روسيې ولادي‌وستوک بندر ته نږدې پيل شوي دي. سرچینې ليکلي، دغه تمريناتو کې د اوبو لاندې ژغورنې، د هوايي دفاع او توغنديو ضد عمليات او سمن…

2025-08-03 07:17 148۲ دقیقې لوستل
چين او روسيې د جاپان سمندر کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړي

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴):

چين او روسيې د جاپان سمندر کې درې ورځني ګډ پوځي تمرينات پيل کړي دي.

الجزيرې شبکې راپور ورکړی دی چې دغه تمرينات د «ګډ سمندر ـ ۲۰۲۵» په نوم د روسيې ولادي‌وستوک بندر ته نږدې پيل شوي دي.

سرچینې ليکلي، دغه تمريناتو کې د اوبو لاندې ژغورنې، د هوايي دفاع او توغنديو ضد عمليات او سمندري جګړې برخې شاملې دي.

د چين دفاع وزارت ليکلي، دغه تمريناتو کې څلور چينايي بیړۍ چې د شاوکسینګ او اورومچي په نوم لارښوود توغندي پکې شامل دي، له روسي بېړيو سره يو ځای دغه تمريناتو ته ورغلي دي.

په راپور کې راغلي، دواړه هېوادونه به له تمرين وروسته د ارام سمندر په غاړه ګډه سمندري ګزمه هم وکړي.

سرچينې ليکلي، چین او روسیه له څو کلونو راهيسې ګډ تمرينات کوي، خو د «ګډ سمندر» تمرينات په ۲۰۱۲ کال کې پيل شوي دي.

تېر کال ياد تمرينات د چين جنوبي ساحل ترڅنګ ترسره شوي وو.

همدې حال کې بيا د جاپان دفاع وزارت په يوه راپور کې چې تېره مياشت خپور شو، د چين او روسيې ترمنځ زیاتیدونکې پوځي همکاري د اندېښنې وړ بللې وه‌.

سرچینې د روسي چارواکو له قوله ليکلي، دا تمرينات دفاعي بڼه لري او د کوم هېواد پر ضد ندي.

دا تمرينات په داسې حال کې پيليږي چې ټرمپ دوه ورځې وړاندې امر کړی وو چې روسې ته نږدې مناسبو ځايونو کې دې دره سمندري اوبتلونه ځای پر ځای شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب