کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين د امريکايي پټو الوتکو د څار لپاره ایران ته د رادار سیستم جوړوي

مودرن ډیپلوماسي (Modern Diplomacy) وېبپاڼې راپور ورکړی، چې چين ايران ته د رادار پرمختللې څارنيزې ټکنالوژۍ ورکوي؛ ترڅو امريکايي او اسرائيلي پټې الوتکې وڅاري. راپور کې راغلي، دا رادار د څار پرمختللې ټکنالوژۍ د پرمختللو چينايي سنسرونو او رادارونو ، لکه د YLC-8B (واي اېل سي – اته بي) سيستم، چې د لرې واټن کشف، دوامدار…

2026-02-23 23:20 94۲ دقیقې لوستل
چين د امريکايي پټو الوتکو د څار لپاره ایران ته د رادار سیستم جوړوي

مودرن ډیپلوماسي (Modern Diplomacy) وېبپاڼې راپور ورکړی، چې چين ايران ته د رادار پرمختللې څارنيزې ټکنالوژۍ ورکوي؛ ترڅو امريکايي او اسرائيلي پټې الوتکې وڅاري.

راپور کې راغلي، دا رادار د څار پرمختللې ټکنالوژۍ د پرمختللو چينايي سنسرونو او رادارونو ، لکه د YLC-8B (واي اېل سي – اته بي) سيستم، چې د لرې واټن کشف، دوامدار څار وړتيا لري، په ځانګړي ډول د لوېديځ د پنځم نسل پټو الوتکو لپاره، لکه د Lockheed Martin F-35 Lightning II (لاکهيډ مارټين اېف – پنځه دېرش لايټنينګ دوه) او Northrop B-2 Spirit (نورترپ بي – دوه سپيرېټ) امريکايي الوتکې، او همدارنګه د اسرائيلو د اېف – پنځه دېرش الوتکو د بېړیو کشف کولو وړتيا لري.

د موډرن وېبپاڼې د معلوماتو پر اساس، چين ايران هڅوي، چې د نړۍوال موقعيت کشف کولو سيستم (جي پي اېس) پر ځای د سپوږمکۍ له لارې د ناوبرۍ چينايي سيستم (بېيدو سپوږمکيز سيستم) وکاروي، تر څو د امریکا د احتمالي لاسوهنې مخه ونسي او ونشي کولای، چې ايراني هدفونه تعقيب کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه رادار د چين د نانجينګ د برېښنايي ټکنالوژۍ د څېړنې انسټيټوټ له خوا جوړ شوی او د UHF يا «الټرا هاي فريکوينسي» (ډېرې لوړې فريکوينسۍ ټيټې څپې لري، څو د پټو الوتکو هغه وړتيا کمزورې کړي،چې د رادار څپې جذبوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب