يوه چينايي شرکت ويلي، د ځيرک مبايلونو لپاره يې داسې کوچنۍ بطرۍ جوړې کړې چې په يو ځل چارج کولو سره کولای شي تر پنځوس کلونو مقاومت وکړي.
د «بتاولت تکنالوژي» په نوم شرکت چې دغه بطرۍ يې جوړې کړي وايي، نوم يې « بيوي ۱۰۰» دی.
د دغه بطريو اوږدوالی او پلنوالی ۱۵ ميلي متره او ضخامت یې ۵ ميلي متره ده.
دغه شرکت ويلي، هوډ لري چې د روان ميلادي کال ترپايه خپلې بطرۍ بازار ته وړاندې کړي او د نمونې په شکل يې وکاروي.
د چينايي رسنيو د راپورونو له مخې دغه بطرۍ به د چارچر او پاور بانک صنعت ته زيان ورسوي.
دغه شرکت همداراز ويلي، يادې بطرۍ د ډېر چارج ترڅنګ کولای شي د سختې ګرمۍ او يخنۍ پر وړاندې مقاومت وکړي.
وايي، دغه بطرۍ د انفجار او اور اخيستلو خطر هم نلري.




