چين، روسيې او ايران د جنوبي افریقا په اوبو کې خپل نظامي تمرينات پيل کړي او دغه عمليات یې د «برېکس پلس» برخه بللې ده.
رويټرز ليکلي، د هغه عملياتو موخه د سمندري انتقالاتو او اقتصادی فعاليتونو امنيت تامينول دي.
سرچېنې زياته کړې، په دغه تمریناتو کې ګډون کوونکې کښتۍ د برېکس د هېوادونو دي او د همدې تمریناتو لپاره ځانګړې شوي دي.
راپور زياتوي، دغه تمرينات چې د چین په مشري پيل شول برازیل، مصر او ایتوپیا يې د ناظرينو په توګه برخه لري.
دغه تمرينات داسې مهال پيليږي چې د امریکا اړیکې له چين، روسيې او جنوبي افریقا سره ترينګلې شوې دي.
چين، روسیه، هند، جنوبي افریقا او ځيني نور هغه هېوادونه دي، چې د بریکس پلس غړيتوب لري.
د يادونې ده، چې ټرمپ څه موده وړاندې د بریکس غړي هېوادونه د امريکا ضد سياستونو تورن کړي وو او تعرفې یې هم پرې لوړې کړي.




