کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين پاکستان ته پوځي اوب‌تلې جوړوي

د جيو نيوز د راپور له مخې چين پاکستان ته پوځي سمندري اوب‌تل (Military submarines) جوړوي چې لومړنۍ چارې یې په چین کې پیل شوې دي. د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر نويد اشرف چين کې د پاکستان لپاره د جوړېدونکې اوب‌تل د پرانستې مراسمو ته بلل شوی وو. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو رياست وايي، دغه پروژه به د چين او پاکس…

2024-04-26 21:47 93۱ دقیقې لوستل
چين پاکستان ته پوځي اوب‌تلې جوړوي

د جيو نيوز د راپور له مخې چين پاکستان ته پوځي سمندري اوب‌تل (Military submarines) جوړوي چې لومړنۍ چارې یې په چین کې پیل شوې دي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر نويد اشرف چين کې د پاکستان لپاره د جوړېدونکې اوب‌تل د پرانستې مراسمو ته بلل شوی وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو رياست وايي، دغه پروژه به د چين او پاکستان دوستي لا پياوړي کړي.

د سرچينې په خبره، وروسته له هغې چې د چين ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ پاکستان له نوموړي سره د اته نورو اوب‌تلونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې څلور به يې په چين او څلور نور به يې بیا په کراچۍ کې جوړ شي چې پرمختللی سیستم او وسلې به هم ولري.

چين پاکستان لپاره دغه اوب‌تل داسې مهال جوړوي چې تر دې وړاندې امريکا د پاکستان په هغه شرکتونو چې توغندي‌ به يې عرضه کول بنديزونه لګولي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب