کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين کې د سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه شوي

 د چین په بېلابيلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه نادرکه دي. د چین په شمالي سیمه مېيون ولسوالي کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي دي. الجزيرې شبکې ليکلي، مړه شوي کسان د مشرانو (سپين ږيرو) په يوه مرکز کې اوسېدل، چې د سېلاب له امله بند پاتې او بلاخره مړه شول. چارواکو ويلي، د سپی…

2025-08-01 01:37 113۲ دقیقې لوستل
چين کې د سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه شوي

 د چین په بېلابيلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه نادرکه دي.

د چین په شمالي سیمه مېيون ولسوالي کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي دي.

الجزيرې شبکې ليکلي، مړه شوي کسان د مشرانو (سپين ږيرو) په يوه مرکز کې اوسېدل، چې د سېلاب له امله بند پاتې او بلاخره مړه شول.

چارواکو ويلي، د سپین ږیرو دغه مرکز د ښار په منځ کې وو، نو له همدې امله د بېړني چمتووالي په پلان کې شامل نه وو.

د مېيون ولسوالي منشي ويلي، « دا پېښه ښيي چې زمونږ بېړني پلان نيمګړتياوې لرلې، او په دغه برخه کې زمونږ معلومات کم وو».

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سپین ږیرو دغه مرکز کې ۶۹ تنه اوسېدل چې ۵۵ هغه معلول وو.

دغه مرکز د يوه سيند‌ تر څنګ جوړ شوی وو.

د مېيون بند کې د بارانونو له امله د اوبو کچه د ريکارډ تر کچې رسېدلې وه.

ورته‌ مهال بیا د يادو ورښتونو له امله سلګونه زره کسان اغېزمن شوي او يوازې د چين پلازمېنه بيجينګ کې ۴۴ تنه مړه شوي دي.

د چينايي چارواکو په خبره، دغه بارانونه چې له يوې اوونۍ راهيسې پيل شوي وو، پکې ۳۰۰ زره تنه اغېزمن شوي، ۲۴ زره کورونه ، ۲۴۲ پلونه او ۷۵۶ کيلو متره سرک زيانمن شوی دی.

همدې حال کې بیا د شانشي ولايت کې هم لس تنه مړه هغه مهال مړه شوي چې بس يې سېلاب يوړ.

د‌ يادونې وړ ده چې پلازمېنه بيجينګ او هه‌بي ولايت کې ۳۱ تنه ورک دي او د پلټنې چارې يې جريان لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب