خبریال: فرمان الله زبیرزی
د چین د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو لهخوا د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د میرمنې د نیولو او له خپل هېواده د لېږدولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چین له متحده ایالاتو غواړي، چې د مادورو او د هغه د مېرمنې شخصي خوندیتوب تضمین کړي او هغوی سمدستي خوشي کړي.
اعلامیه کې راغلي، د امریکا دا اقدام د نړۍوالو قوانینو او د نړۍوالو اړیکو د اساسي عرفونو ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو سره په ټکر کې دی.
اعلامیه زیاتوي، شخړیزې مسلې باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو له لارې حل شي، څو نړیوال ثبات وساتل شي او د دولتونو حاکمیت ته درناوی وشي.




