کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین او روسیې د دواړو هېوادونو ترمنځ په شویو هوکړو د عملي کېدو ټینګار کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس لیکلي، چې دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره لیدلي او په دوه اړخیزه اړیکو یې ټینګار کړی دی. دوی په دغه لیدنه کې زیاته کړې، چین او روسیه دې له روانو فرصتونو ګټه واخلي او شوي تړونونه دې عملي کړي. سرچینې دغه راز زیاته کړې، دغه لیدنه کې د منځنۍ ختيځ…

2026-04-15 01:11 78۱ دقیقې لوستل
چین او روسیې د دواړو هېوادونو ترمنځ په شویو هوکړو د عملي کېدو ټینګار کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس لیکلي، چې دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره لیدلي او په دوه اړخیزه اړیکو یې ټینګار کړی دی.

دوی په دغه لیدنه کې زیاته کړې، چین او روسیه دې له روانو فرصتونو ګټه واخلي او شوي تړونونه دې عملي کړي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، دغه لیدنه کې د منځنۍ ختيځ د جګړې ترڅنګ د اوکراین د جګړې په تړاو هم خبرې شوي او دواړو لوریو خپل نظرونه تبادله کړي دي.

د یادونې ده، چې په دغه لیدنه کې د پوتین او شي جینګ پینګ ترمنځ د لیدنې همغږي هم شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب