ڪابل (کوه نور، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د سیمهییز او نړیوال امنیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د چین دولتي اژانس شینهوا تېره شپه راپور ورکړی، چې چین او سعودي عربستان د ریاض له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا ته لاره هواروي او دواړه هېوادونه د فلسطین د قضیې عادلانه حل او د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتونکي دي.
راپور کې راغلي، دې لیدنه کې وانګ يي سعودي عربستان د چین لپاره د منځني ختیځ په ډیپلوماسۍ کې ستراتیژیک شریک او په نړۍواله ډیپلوماسۍ کې مهم شریک بللی او ټینګار یې کړی، چې باید د انرژۍ، پانګونې، نوي انرژۍ او شته تحول برخو کې همکاري نوره هم پراخه شي.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دې لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د یو بل د ډیپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټ لرونکو کسانو لپاره د ویزې متقابل معافیت ورکړي؛ ترڅو ډیپلوماټیک تماسونه لا اسانه شي.
تمه ده، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به متحده عربي اماراتو او اردن ته هم سفر وکړي.




