کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین: جاپان د تایوان په اړه له سرې کرښې څخه اوښتی

کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، چې د جاپان د لومړۍ وزیرې سانایه تاکایچي وروستۍ څرګندونې د تایوان په اړه «شوک ورکونکې» وې او دا غلط او په ښکاره توګه استول شوې پیغام دی. رویټرز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې وانګ يي په تندو څرګندونو کې تاکایچي تورنه کړې، چې د چین له خوا پ…

2025-11-23 21:53 141۱ دقیقې لوستل
چین: جاپان د تایوان په اړه له سرې کرښې څخه اوښتی

کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، چې د جاپان د لومړۍ وزیرې سانایه تاکایچي وروستۍ څرګندونې د تایوان په اړه «شوک ورکونکې» وې او دا غلط او په ښکاره توګه استول شوې پیغام دی.

رویټرز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې وانګ يي په تندو څرګندونو کې تاکایچي تورنه کړې، چې د چین له خوا پر تایوان د احتمالي برید په صورت کې د توکیو د پوځي غبرګون په اړه د هغې خبرې «یوه نادرسته او خطرناکه اشاره» ده.

بلخوا د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د چین ادعاوې په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللي او ټینګار یې کړی، چې سولې ته د دې هېواد ژمنتیا بدله شوې نه ده.

تاکایچي هم وروسته له هغې، چې د G20 سرمشریزه د افریقا په جنوبي هېواد کې پای ته ورسېده، ویلي، چې توکیو له چین سره د خبرو دروازه نه ده تړلې؛ خو اړین دریځونه به «په روښانه او صریح ډول» بیان کړي.

باید وویل شي، چې چین د امریکا وروسته د جاپان دویم لوی صادراتي بازار دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۱۲۵ میلیارد ډالر جاپاني توکي وارد کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب