کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین د امریکا هغه غوښتنې ته غبرګون ښودلی چې له ایران او روسیې څخه دي د تېلو اخیستل ودروي

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): چین د امریکا د هغه غوښتنې په غبرګون کې چې دا هېواد دي له ایران او امریکا د تېلو اخېستل ودروي ویلي، د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي او خبرداری یې ورکړی چې بهرني فشارونه ورته د منلو نه دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوېډن پلازمېنې سټاکهولم کې د متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په اړه د دوو ورځو خب…

2025-08-05 02:14 72۲ دقیقې لوستل
چین د امریکا هغه غوښتنې ته غبرګون ښودلی چې له ایران او روسیې څخه دي د تېلو اخیستل ودروي

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): چین د امریکا د هغه غوښتنې په غبرګون کې چې دا هېواد دي له ایران او امریکا د تېلو اخېستل ودروي ویلي، د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي او خبرداری یې ورکړی چې بهرني فشارونه ورته د منلو نه دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوېډن پلازمېنې سټاکهولم کې د متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په اړه د دوو ورځو خبرو اترو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام خپور کړی چې پکې ویل شوي دي “چین به په کلکه د خپل حاکمیت، امنیت او اقتصادي ګټو دفاع وکړي.”

بل پلو واشنګټن د چین د دې غبرګون له امله ګواښ کړی او ویلي دي چې که چېرته یاد هېواد دا پرېکړه ونه مني نو پر چینایې توکو به ۱۰۰ سلنه تعرفه وضعه کړي.

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بینسټ خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: “چینایان حاکمیت ته ډېر جدي پام کوي. موږ نه غواړو چې په دې کې مداخله وکړو، له همدې امله دوی به د سل په سلو کې تعرفه ورکړي.”

د امریکا د انرژۍ او مالوماتو ادارې ویلي، چین د ایران د تېلو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی چې هره ورځ له دې هېواده له یو میلیون بیلرو څخه ډېر تېل واردوي.

دې ادارې بیجینګ له ایرانه د تېلو تر ټولو لوی دویم واردونکی هېواد یاد کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب