ڪابل (ڪابل ڪوه نور، ۸ جدي ۱۴۰۴): چین د تایوان شاوخوا سیمو کې خپل هوايي، بحري او توغندويي ځواکونه ځای پر ځای کړي؛ ترڅو داسې پوځي تمرینات ترسره کړي، چې د چینایي پوځ پر وینا هدف یې د جګړې چمتووالي ارزونه او د "جلاطلبو" او "بهرنۍ لاسوهنې" ځواکونو ته سخت خبرداری ورکول دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا اعلان د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې شوی، چې چین د تایوان لپاره د امریکا له خوا د ۱۱.۱ میلیارده ډالرو وسلو د پلور له امله غوسه څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې د جاپان لومړي وزیر سنا تَکایچي یوه داسې څرګندونه کړې، چې که چین پر تایوان برید وکړي، ممکن د جاپان پوځ هم مداخله وکړي.
د راپورونو پر اساس، بیجینګ تایوان د خپل قلمرو برخه ګڼي او ویلي یې دي که اړتیا شوه، دا ټاپو به په زور لاندې کړي.
بل پلو د چین د ختیځ تیاتر قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوشنبې له ورځې یې د "Just Mission 2025" په نوم عملیات پیل کړي، چې پکې پوځ، بحري قواوې، هوايي ځواک او توغندويي ځواکونه شامل دي او په پنځو زونونو کې به د تایوان شاوخوا تمرینات ترسره شي.
سرچینې ویلي، په دې تمریناتو کې به د تایوان تنګي، شمال، سوېل لوېدیځ، سوېل ختیځ او ختیځ برخې شاملې وي او دا عملیات به د سه شنبې په ورځ پیل شي.
د ختیځ تیاتر ویاند شي يي ویلي، دا تمرینات به د سمندري او هوایي جګړې چمتووالي، د مهمو بندرونو کلابندي او څو اړخیزه بازدارۍ تمرین ته ځانګړي وي.
شي یي زیاته کړې، دا اقدام هغو ته جدي خبرداری دی چې د "تایوان خپلواکۍ" ملاتړ کوي یا یې بهرني ملاتړي دي.




