کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین د تیانما په نوم پیلوټه الوتکې ته بریالۍ الوتنه ورکړې

خبریال: فرمان الله زییرزی د چین په کور دننه جوړې شوې بې‌پیلوټه «تیانما–۱۰۰۰» د یکشنبې په ورځ خپله لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړې ده د دې الوتکې جوړوونکي ویلي، «تیانما–۱۰۰۰» په یوه واحد پلاتفورم کې د لوژستیکي لېږد، بېړنۍ ژغورنې او د توکو د رسولو ظرفیت درلودونکې…

2026-01-11 22:40 173۱ دقیقې لوستل
چین د تیانما په نوم پیلوټه الوتکې ته بریالۍ الوتنه ورکړې

خبریال: فرمان الله زییرزی

د چین په کور دننه جوړې شوې بې‌پیلوټه «تیانما–۱۰۰۰» د یکشنبې په ورځ خپله لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړې ده

د دې الوتکې جوړوونکي ویلي، «تیانما–۱۰۰۰» په یوه واحد پلاتفورم کې د لوژستیکي لېږد، بېړنۍ ژغورنې او د توکو د رسولو ظرفیت درلودونکې ده.

د نوموړي پر وینا، دا د چین لومړنۍ بې‌پیلوټه الوتکه ده، چې کولی شي له پېچلو لوړو غرنیو سیمو سره ځان عیار کړي، ډېر لنډ پورته کېدل او کېناستل ترسره کوي او په چټک ډول د بار لېږد او د هوا له لارې د توکو غورځولو (ایرډراپ) ترمنځ حالت بدل کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، یاده الوتکه تر ۱۸۰۰ کیلومتره پورې اعظمي واټن او تر ۸۰۰۰ مترو پورې د الوتنې لوړوالی لري او د پورته کېدو او کېناستو لپاره یې اړین واټن له ۲۰۰ مترو څخه کم دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب