کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین کې د بریښنایي الوتونکو ټکسیانو ازمایښت بشپړ شو

د چینایي رسنیو د راپور له مخې، چینایي شرکت آټو فلایټ وکولی شول چې په بریالۍ توګه د پراسپریټ په نوم د برېښنایي بې بې‌پیلوټه الوتونکي ټکسي ازمایښت ترسره کړي. دغې الوتونکي ټکسي يوازې شل دقيقې هوايي پرواز وکړ چې د چين د دوو ښارونو ترمنځ يې پنځوس کيلومتره واټن ووهه، پداسې حال کې چې د ځمکني ترانسپورت له لارې یاد واټن په…

2024-03-01 23:49 40۱ دقیقې لوستل
چین کې د بریښنایي الوتونکو ټکسیانو ازمایښت بشپړ شو

د چینایي رسنیو د راپور له مخې، چینایي شرکت آټو فلایټ وکولی شول چې په بریالۍ توګه د پراسپریټ په نوم د برېښنایي بې بې‌پیلوټه الوتونکي ټکسي ازمایښت ترسره کړي.

دغې الوتونکي ټکسي يوازې شل دقيقې هوايي پرواز وکړ چې د چين د دوو ښارونو ترمنځ يې پنځوس کيلومتره واټن ووهه، پداسې حال کې چې د ځمکني ترانسپورت له لارې یاد واټن په درې ساعتونو کې طی کېږي.

د Autoflight بنسټ ایښودونکي دغه الوتنه د ښاري هوايي ترانسپورت د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، دوی په پام کې لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې د مسافرو د لېږدولو جواز ترلاسه کړي.

چینايي چارواکي هم د دې نوښت ملاتړ کوي او پلان لري چې په راتلونکي کې په ټول هېواد کې د الوتونکو ټکسيانو لپاره زرګونه سټیشنونه او سلګونه هوایي لارې رامینځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په متحده عربي اماراتو کې هم الوتونکو ټکسیانو په فعالیت پیل کړي چې د یو چلوونکي ترڅنک د څلور کسانو د وړلو ظرفیت یې لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب