کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کارابین کې د توپان له امله د قربانیانو شمېر ۴۴ ته لوړ شوی

کابل (کوه نور، ۹ عقرب ۱۴۰۴): د فرانس ۲۴ اژانس د راپور له مخې، کارابین کې د ملیسا په نوم د توپان له امله د مړو شمېر د پنجشنبې په ورځ ۴۴ تنو ته پورته شوی دی. راپور کې راغلي، دا زیانونه وروسته له هغې اوښتي، چې دې توپان د کارابین په شمالي سیمو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او برمودا ته د تګ پر مهال یې لا شدت وموند. د جامایکا…

2025-10-31 00:22 186۲ دقیقې لوستل
کارابین کې د توپان له امله د قربانیانو شمېر ۴۴ ته لوړ شوی

کابل (کوه نور، ۹ عقرب ۱۴۰۴): د فرانس ۲۴ اژانس د راپور له مخې، کارابین کې د ملیسا په نوم د توپان له امله د مړو شمېر د پنجشنبې په ورځ ۴۴ تنو ته پورته شوی دی.

راپور کې راغلي، دا زیانونه وروسته له هغې اوښتي، چې دې توپان د کارابین په شمالي سیمو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او برمودا ته د تګ پر مهال یې لا شدت وموند.

د جامایکا هېواد د اطلاعاتو وزیر رویټرز ته ویلي، چې لږ تر لږه د ۱۹ تنو مړه کېدل په رسمي توګه تأیید شوي؛ خو د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

سرچینې زیاته کړې، توپان د سلګونو زرو خلکو برېښنا پرې کړې، د ودانیو چتونه یې غورځولي او کرنیزې سیمې یې له خرابو شویو او ماتو شویو توکو ډکې کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د جامایکا هېواد پوځ خپل احتیاطي سرتېري را غوښتي؛ تر څو د مرستې او ژغورنې عملیاتو کې برخه واخلي.

د ملیسا په نوم یاد توپان د سه شنبې په ورځ د جامایکا سویل لویدیځ ساحل ته د پنځمې درجې ډېر پیاوړي توپان په توګه داخل شوی، چې دا د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو قوي توپان بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ملیسا توپان له ۱۹۸۸ کال راهیسې لومړنی لوی توپان و، چې نېغ په نېغه د جامایکا پر ساحل لګېدلی او ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب