ڪابل (ڪوه نور، ۷ جدي ۱۴۰۴): کاناډا اعلان کړی، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې پر مهال د اوکراین د ملاتړ لپاره نوي اقدامات نیسي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د دسمبر ۲۷مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا اقدامات د جګړې د پای ته رسولو، د اوکراین د بنسټیزو چارو د بیا رغونې او اقتصادي احیا لپاره دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې کاناډا به د سولې تر ټینګېدو وروسته هم د اوکراین تر څنګ ودرېږي او ملاتړ به یې دوام ولري.
کاناډا هڅه کوي، چې اوکراین ته د مالي مرستو او نړۍوالو سرچینو ته د لاسرسي له لارې د دغه هېواد د بیا رغونې او د جګړې له اغېزو سره د مقابلې وړتیا ډېره کړي.




