د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې د تېرو څو ورځو پر مهال مرګوني بریدونه شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۶۶ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه بریدونه د یوګانډا پولې ته نږدې د ایتوري ولایت په ایرومو سیمه کې ترسره شوي دي.
راپورونه زیاتوي، په یاده سیمه کې یو شمېر قربانیان په وحشیانه ډول ټوټه ټوټه شوي او سرونهیې له تنو پرې شوي دي.
دغه بریدونه د متحدو دموکراتیکو ځواکونو (ADF) په نوم اسلامپالې ډلې پورې تړلي بلل شوي.
ویل کېږي، چې یادې ډلې له داعش وسلهوالې ډلې سره اړیکې جوړې کړي او د کانګو او یوګانډا پر پوله فعالیت کوي.




