کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي کاګیسو رابادا د اسټرالیا پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو په درشل کې پرون جمعې ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته ویلي چې د دوي لوبډله اوس له ماتې وېره نه لري او یوازې د بریا لپاره لوبېږي.
رباډا د روان ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د سویلي افریقا او اسټرلیا ترمنځ د ټېسټ چمپینزشېپ پای لوبه ته په اشارې ویلی: «تاسو به په لارډ لوبغالي کې پای لوبه لیدلی وي، زمونږ ځوان لوبغاړي زړور او بې ویرې دي، دوي تل غواړي چې د لوبو د ګټلو لپاره خپله غوره هڅه وکړي، مونږ خپله لوبډله تېر یونیم کال کې د پرمختګ په حال کې وینو.»
رباډا په خپلو خبرو کې د سویلي افریقا ځوان چټک توپ اچوونکی کوینا مپاکا یو ښه استعداد یاد کړ او له هغه سره د خپلو تجربو شریکول یی د ځان مسؤلیت وګڼه، نوموړي وویل: «هغه یو چټک توپ اچوونکی دی، زه ځان مکلف بولم چې خاصه پاملرنه ورته وکړم، هغه پخپله هم له هرې لوبې څخه د زده کړې په حال کې دي، مونږ ورسره یوازې خپلې مشورې شریکوو، نه دا چې په کارونو کې یی مداخله وکړو.»
د یادونې وړ ده سبا یکشنبه ماسپښين ۱:۴۵ بجې د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلې ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلیږي چې درې واړه لوبې به یی د اګسټ په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۶مه نېټه ترسره شي.




