کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کراچۍ کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو ویجاړول لا هم روان دي

کابل (کوه نور، ۲۸ مېزان ۱۴۰۴): پاکستاني چارواکو ویلي، چې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د استوګنې سیمه کې د ودانیو د نړولو عملیات پنځمې ورځې ته داخل شوي دي. د پاکستان "دنیشن" ورځپاڼې نن سهار راپور ورکړی، چې تر دې دمه د افغانانو د مېشت ځای په سیمه کې له ۱۲۰۰ ډېرې استوګنیزې او تجارتي ودانۍ نړېدلي دي. راپور کې راغلي، دا سیمه،…

2025-10-19 23:11 203۱ دقیقې لوستل
کراچۍ کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو ویجاړول لا هم روان دي

کابل (کوه نور، ۲۸ مېزان ۱۴۰۴): پاکستاني چارواکو ویلي، چې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د استوګنې سیمه کې د ودانیو د نړولو عملیات پنځمې ورځې ته داخل شوي دي.

د پاکستان "دنیشن" ورځپاڼې نن سهار راپور ورکړی، چې تر دې دمه د افغانانو د مېشت ځای په سیمه کې له ۱۲۰۰ ډېرې استوګنیزې او تجارتي ودانۍ نړېدلي دي.

راپور کې راغلي، دا سیمه، چې په ۱۹۸۴ کال کې جوړه شوې او شاوخوا ۲۱۵ هکتاره پراخوالی لري؛ پخوا د زرګونو افغان کډوالو د ژوند ځای و.

د راپور له مخې، دا عملیات د پاکستان د دولت د هغې پالیسۍ یوه برخه ده، چې هدف یې د ناقانونه افغانانو بېرته ستنول او د دولتي ځمکو ازادول دي.

د سیمې د پولیسو مرستیال مانگهوپیر ویلي، چې تر اوسه د سیمې له ۹۰ سلنه ډېر اوسېدونکي افغانستان ته ستانه شوي او تمه ده، چې پاتې له ۱۰۰۰-۸۰۰ کسان هم په راتلونکو ورځو کې دا سیمه پرېږدي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب