خبرياله: نازو عمري
نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تحریک انصاف ګوند زرګونو پلویانو د عمران خان د خوشې کېدو په موخه لاریون کړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل افريدي ویلي، چې د عمران خان پیغام به د همدې لاريونونو له لارې ټول هېواد ته ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی چې لاريونونه سولهیز دي او موخه يې دقانون حاکمیت او خپل رهبر عمران خان خوشې کېدل دي.
دیادونې ده چې لاریون کوونکو د ګوند شنه بیرغونه را پورته کړي وو او عمران خان ته د ازادۍ غوښتنې شعارونه یې ورکول.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګسټ میاشتې راهیسې د راولپنډۍ د اډیاله په زندان کې بندي دی او پر هغه د فساد او دولتي رازونو د افشا تورونه دي، خو ګوند یې دا تورونه سیاسي ګڼي.




