کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کراچۍ کې په یوه ګودام کې د چاودنې له امله له ۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴):د کراچۍ ښار په صدر کې د پټاکیو یوه ګودام کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یو شمېر با خبره سرچینو کوه نور ته ویلي، د پټاکیو په دې ګودام کې لومړی چاودنه رامنځته شوې او ورپسې اور لګېدلی چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. د ځایې سرچینو…

2025-08-22 05:57 249۱ دقیقې لوستل
کراچۍ کې په یوه ګودام کې د چاودنې له امله له ۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴):
د کراچۍ ښار په صدر کې د پټاکیو یوه ګودام کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یو شمېر با خبره سرچینو کوه نور ته ویلي، د پټاکیو په دې ګودام کې لومړی چاودنه رامنځته شوې او ورپسې اور لګېدلی چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د ځایې سرچینو د مالوماتو له مخې، د دې پېښې تور د ګودام پر مالک حنیف او محمد ایوب باندې لګول شوی چې تورن حنیف په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سرچینو همدارنګه ویلي، دا پېښه د تاج کمپلیکس مخې ته د "الامنه پلازې" د بیسمنټ په ګودام کې ماسپښین مهال رامنځته شوې وه.

ځایې سرچینو کوه نور ته ویلي، د اور د شدت له امله د پېښې ځای ته نږدې ښوونځي او ودانیو هم زیانمنې شوې او د یوه مړي جسد له کنډوالو څخه را ویستل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب