خبريال: صابر احمدزی
د کرد دیموکراتیک ځواکونو (SDF) د سوریې د پوځ هغه ادعا رد کړې چې ګواکي دوی د حلب ښار د اشرفیه او شیخ مقصود سیمې نیولي او هلته یې پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
یادو ځواکونو ویلي، چې دوی لاهم په دغو سیمو کې فعال دي.
دوی دغه راز ویلي، چې د اوربند په اړه خپرې شوې اوازې بې اساسه دي او لاهم وضیعت کړکېچن دی؛ خو ډاډ ورکوي، چې جګړه یې کابو کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې پوځ تېره شپه د شیخ مقصود سیمه پوځي سیمه اعلان کړې وه او هلته مېشتو ملکي وګړو ته یې جدي خبرداری ورکړی و.
په همدې حال کې د سوریې د دولتي خبري اژانس سانا (SANA) د راپور له مخې، د کرد دیموکراتیک ځواکونو (SDF) یوه غړي د شیخ مقصود په سیمه کې د سوریې د پوځ د ځواکونو په منځ کې ځانمرګی برید کړی دی.




