په اقتصادي چارو کې د ولاديمير پوتين ځانګړي استازي کريل ديميتريف پر اېکس ليکلي، اروپا غواړي چې اوکراین کې جګړه نوره هم اوږده شي.
د نوموړي په خبره، متحده ايالات هم دې ټکي ته متوجه او پوه شوي چې د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکراین د ريښتينې سولې بهیر ځنډولی دی.
هغه له يادې ټولنې غوښتي چې د جوبایډن له ناکامې پاليسي دې لاس واخلي او د ډيپلوماسي لار دې وټاکي.
همدې حال کې بیا اکسیوس ليکلي، که څه هم اروپايي مشران په ښکاره له ټرمپ سره اوکراین کې د سولې لپاره په ګډه کار کوي، خو په پټه بیا هڅه کوي چې اوکراين کې جګړه دوام ومومي.
ورته مهال بیا امریکا له اروپايي ټولنې غوښتې چې له روسيې دې د تېلو پېرل بند او بنديزونه دې پرې ولګوي.
د سرچینې په خبره، امريکايي چارواکو ادعا کړې چې اروپايي مشران د نه منونکو توقعاتو په غوښتلو سره اوکراین د جګړې ډګر ته لا پسې کشوي.
ياده دې وي چې ټرمپ او پوتين د اوکراين سولې لپاره د روانې اګسټ مياشتې په ۱۵مه الاسکا کې سره وليدل، خو يوې معلومې پايلې ته ونهرسېدل.




