کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کشمیر؛ د لاريونونو له امله ۹ تنه وژل شوي او ۲۲۲ نور ژوبل دي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاريونونو له امله ۹ تنه وژل شوي او ۲۲۲ نور ټپيان شوي دي.د فرانسې خبري اژانس ليکلي، دغه لاريونونه چې په تاوتريخوالي اوښتي، وژل شویو نهه تنو کې د پوليسو درې افسران هم شامل دي.د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۲۲ ټپيانو له ډلې ۱۷۲ تنه یې پوليس دي، چې د ځينو حالت نازک دی.دغه لاريونونه ځايي چ…

2025-10-02 08:59 198۱ دقیقې لوستل
کشمیر؛ د لاريونونو له امله ۹ تنه وژل شوي او ۲۲۲ نور ژوبل دي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاريونونو له امله ۹ تنه وژل شوي او ۲۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس ليکلي، دغه لاريونونه چې په تاوتريخوالي اوښتي، وژل شویو نهه تنو کې د پوليسو درې افسران هم شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۲۲ ټپيانو له ډلې ۱۷۲ تنه یې پوليس دي، چې د ځينو حالت نازک دی.
دغه لاريونونه ځايي چارواکو ته د ځانګړو امتيازاتو د له منځه وړلو، قضايي اصلاحاتو، وړيا زده‌کړو، درملنې او د يوه نړيوال هوايي ډګر د جوړېدو په موخه پيل شوي دي.
ياد لاريونونو وروسته له هغې زور واخيست کې پولیسو پکې مداخله وکړه.
همدې حال کې بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د لاريونونو په رامنځته کېدو اندېښنه ښودلې او د څېړنې حکم يې کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب