دراپونو پر اساس یاده نښته د کشمیر رولاکوټ ښار حسین کوټ سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چی پاکستانیو ځواکونو د وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کول.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په دغه نښته کې څلور وسلوال او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
همداراز په دغه نښته کې د یو ملکي وګړي د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کشمیر اړوند سیمه کې د پاکستانیو او هندي ځواکونو ترمنځ کړکېچ رامنځته شوی و چې په پایله کې یې دواړو هېوادونو پر یو بل هوایې بریدونه یې ترسره کړي وو.




