د امريکا کليفورنيا ايالت د لاس انجلس ښار کې اورلګېدنې تراوسه د واشنګټن ډيسي په اندازه ځمکه سوځولې او ۲۴ کسان پکې مړه شوي دي.
د متحده ايالاتونو د هوا پېژندنې ادارې ويلي، دغه سیمه کې تېز بادونه به اورلګېدنه لا پسې ډېره کړي.
يادې ادارې دغه راز په سیمه کې د خطرناک حالت خبر داری هم ورکړی دی.
دغه بادونه چې سانټا انا په نوم مشهور دي، تر چهارشنبې به دوام وکړي او د دغه بادونه د تېزوالي اندازه په ساعت کې ۴۵ ميله څخه تر ۷۰ ميله پورې اټکل شوې ده.
که څه هم له ۸۵۰۰ څخه ډېر اور وژونکي د ځمکې او هوا له لارې د دغې اورلګېدنې د وژنې هڅه کوي، خو د ياد هېواد د هوا پېژندنې ادارې ويلي، حالت تر ټولو بد طرف ته روان دي.
د امريکايي چارواکو په خبره، په لاس انجلس سربېره د کليفورنيا ايالت جنوبي سيمې هم د اورلګېدنې له خطر سره مخ دي.
بايد ياده شي چې يوازې له تېرې ورځې راهيسي ۹۲ زره کسانو ته تخلیې امر شوی او ۸۹ زره نور د تخلیې له خبرداري سره مخ دي.




