کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې د هر ډول بهرنيو اسعارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېده

د کندهار ولايت مقام څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، له دې وروسته په دغه ولايت کې د بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه په مطلق ډول بنده شوه. د کندهار والي مرستيال مولوي حيات الله ويلي، دغه پرېکړه یې د هېواد د اقتصاد د پراختيا په موخه کړې. خبر پانه زیاتوي، د دغه کار د مخنيوي په موخه يې دوه کمېټې جوړې کړي تر څو د بهرنيو اسع…

2023-10-19 04:18 137۱ دقیقې لوستل
کندهار کې د هر ډول بهرنيو اسعارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېده

د کندهار ولايت مقام څخه په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، له دې وروسته په دغه ولايت کې د بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه په مطلق ډول بنده شوه.

د کندهار والي مرستيال مولوي حيات الله ويلي، دغه پرېکړه یې د هېواد د اقتصاد د پراختيا په موخه کړې.

خبر پانه زیاتوي، د دغه کار د مخنيوي په موخه يې دوه کمېټې جوړې کړي تر څو د بهرنيو اسعارو د استعمال مخه ونيسي.

د افغانستان بانک څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولايتونو کې د بهرنيو اسعارو پر استعمال کلک بنديز ولګوي.

په دې وروستيو کې د افغانيو ارزښت د بهرنيو اثارو په وړانډې د پام وړ زياتوالی موندلی، چې لامل يې په راکړه ورکړه کې د افغانيو استعمال بلل کيږي.

سوداګر هم د حکومت له دغې پريکړې خوښ دي او وايي چې په هېواد دننه د بهرنيو اثارو راکړه ورکړه د افغانيو ارزښت ته زيان رسوي.

دغه پرېکړه داسې مهال کيږي، چې لا هم د ننګرهار په شمول په ګڼو ولايتونو کې کلدارې د راکړې ورکړې په توګه کاريږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب