کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کولمبيا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي

نړيوال رسنیو خبر ورکړی، چې کولمبيا کې د يوې نظامي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او څلور نور لادرکه دي. دغه الوتکه C_130 Hercules وه چې پکې ۱۲۸ نفره سپاره وو. دغه کسانو کې ۱۱ هوايي ځواکونه، ۱۱۵ د ملي اردو ځواکونه او دوه پوليس وو، چې د پيرو هېواد سرحد ته نږدې وغورځېده. ديادې الوتکې له غورځېدو سره سم پکې شته…

2026-03-24 00:51 134۱ دقیقې لوستل
کولمبيا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي

نړيوال رسنیو خبر ورکړی، چې کولمبيا کې د يوې نظامي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او څلور نور لادرکه دي.

دغه الوتکه C_130 Hercules وه چې پکې ۱۲۸ نفره سپاره وو.

دغه کسانو کې ۱۱ هوايي ځواکونه، ۱۱۵ د ملي اردو ځواکونه او دوه پوليس وو، چې د پيرو هېواد سرحد ته نږدې وغورځېده.

ديادې الوتکې له غورځېدو سره سم پکې شته چاودېدونکو توکو چاودنه هم کړې ده.

د دغه الوتکې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د پېښې علت روښانه نه دی او په اړه يې څېړنې روانې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب