کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کولمبیا کې د بس چپه کېدو له امله له ۳۰ ډېرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

ڪابل (کوه نور، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د کلمبیا شمال کې د زده‌کوونکو یو بس چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د رويټرز د راپور له مخې، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې، چې زده‌کوونکي له یوه تفریحي سفره د راستانېدو په حال کې وو؛ خو بس له سړک نه اوښتی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی. د ان…

2025-12-14 21:29 104۱ دقیقې لوستل
کولمبیا کې د بس چپه کېدو له امله له ۳۰ ډېرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

ڪابل (کوه نور، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د کلمبیا شمال کې د زده‌کوونکو یو بس چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د رويټرز د راپور له مخې، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې، چې زده‌کوونکي له یوه تفریحي سفره د راستانېدو په حال کې وو؛ خو بس له سړک نه اوښتی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

د انتیوکیا د ایالت والي، اندرس جولیان، ویلي، یادو زده‌کوونکو له دې پېښې وړاندې د فراغت مراسم د سمندر غاړې ته نمانځلي وو.

سرچینې ویلي، ځایي چارواکي او د بیړنیو مرستو ډلې د ټپیانو د ژغورلو او روغتونونو ته د انتقالولو هڅه کوي.

د کلمبیا د ملي لویو لارو ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې، په منځني ډول هره ورځ ۲۲ کسان د ټرافيکي پېښو له امله مړه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب