کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کولمبیا کې د پولیسو پر مرکز د بمي چاودنې او ډزو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د کولمبیا په سوېل لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکز بمي چاودنه او ډزې ترسره شوي چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. الجزیرې ټلویزیون نن ورځ "چهارشنبه، د جون ۱۱مه" خبر ورکړی چې یاد برید کې اووه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د کولمبیا د پوځ او پولیسو ویاندانو د یاد برید…

2025-06-11 04:13 16۱ دقیقې لوستل
کولمبیا کې د پولیسو پر مرکز د بمي چاودنې او ډزو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د کولمبیا په سوېل لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکز بمي چاودنه او ډزې ترسره شوي چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

الجزیرې ټلویزیون نن ورځ "چهارشنبه، د جون ۱۱مه" خبر ورکړی چې یاد برید کې اووه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کولمبیا د پوځ او پولیسو ویاندانو د یاد برید مسوولیت پر FARC-EMC ډلې اچولی دی.

د یاد هېواد پولیسو ویلي دا برید یو پلان شوی برید و چې پکې د دوه کولمبیایې پولیسو په ګډون اووه تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شول.

د یادونې وړه ده چې دوه ورځې وړاندې هم کولمبیایې سناتور او د یاد هېواد د ۲۰۲۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند میګویل اوریب توربي په "بوګوټا" د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا په درې مرمیو ویشتل شوی و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب