کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کويټ کې د‌ امريکا پر پوځي اډه د ايران بريد؛ ۱۵ امريکايي پوځيان ټپيان شوي

 ایران تېره شپه په کوېټ کې د امریکا پر علي السالم هوايي اډه د ډرون برید ترسره کړی دی. د راپورونو له مخې، په دغه برید کې ۱۵  امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. دغه‌ بريد د کويټ ببيان ټاپو کې د امريکايي پوځيانو پر اډې د ډرون الوتکو په و…

2026-04-07 02:04 234۱ دقیقې لوستل
کويټ کې د‌ امريکا پر پوځي اډه د ايران بريد؛ ۱۵ امريکايي پوځيان ټپيان شوي

 ایران تېره شپه په کوېټ کې د امریکا پر علي السالم هوايي اډه د ډرون برید ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې ۱۵  امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه‌ بريد د کويټ ببيان ټاپو کې د امريکايي پوځيانو پر اډې د ډرون الوتکو په واسطه شوی دی.

ياد سرتيري له (arifjan camp) راغلي وو، چې د ايران بريدونو کې ټپيان شول.

نړيوال رسنیو ويلي، دغه جګړه کې تراوسه لږ تر لږه ۱۳ امريکايي سرتيري وژل شوي، شاوخوا ۳۰۰ نور ټپيان شوي دي او دغه راز په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

ها خوا بیا ايران هم خليج کې د امريکا اډو کې د الوتکو په نښه کولو سربېره خپل هېواد کې هم د امریکا جنګي جيټ الوتکې او چورلکې نسکورې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه جګړه کې د ايران د مذهبي مشر په ګډون ځينو وزیران او د پوځ مهم چارواکي هم وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب