کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کیم جونګ اون د اوږده واټن لرونکو سټراټیژیکو کروز توغندیو توغولو څارنه کړې

ڪابل (ڪوه نور، ۹ جدي ۱۴۰۴): د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هېواد مشر کیم جونګ اون د اوږده واټن ویشتونکو کروز توغندیو د توغولو شېبې ننداره کړې ده. د یاد هېواد دولتي خبري اژانس KCNA ویلي، دا توغندویي ازموینه د هغه پرله‌پسې فعالیتونو یوه برخه ده، چې کیم یې د خپل پوځ او اقتصاد د پرمختګ ښودلو لپاره ترسره…

2025-12-28 22:05 127۱ دقیقې لوستل
کیم جونګ اون د اوږده واټن لرونکو سټراټیژیکو کروز توغندیو توغولو څارنه کړې

ڪابل (ڪوه نور، ۹ جدي ۱۴۰۴): د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هېواد مشر کیم جونګ اون د اوږده واټن ویشتونکو کروز توغندیو د توغولو شېبې ننداره کړې ده.

د یاد هېواد دولتي خبري اژانس KCNA ویلي، دا توغندویي ازموینه د هغه پرله‌پسې فعالیتونو یوه برخه ده، چې کیم یې د خپل پوځ او اقتصاد د پرمختګ ښودلو لپاره ترسره کوي؛ ترڅو د ۲۰۲۶ ڪال په پیل کې د راتلونکي مهم ګوند کانګرس ته چمتوالی وښيي.

د KCNA پر وینا، کیم د یکشنبې په ورځ د توغندیو د دقیقې الوتنې او هدف ویشتلو پر مهال ډېره خوښي څرګنده کړې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، دا توغندي د کوریا ټاپووزمې لوېدیځو اوبو ته پورته الوتي وو او خپل ټاکلی هدف یې ویشتلی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ژمنه کړې، چې هېواد به یې د خپل اټومي جنګي ځواک د "نامحدوده" پراختیا لپاره خپل ټول توان کاروي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب