کابل (کوه نور، ۱ عقرب ۱۴۰۴): د اټومي انرژۍ د نړۍوال آژانس "IAEA" عمومي مشر، رافایل ګروسي ویلي، چې ایران لا هم شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیم لري، چې تر ۶۰ سلنه پورې غني شوي دي.
ګروسي ویلي، که څه هم د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د ایران اټومي تأسیساتو ته جدي زیان رسېدلی دی؛ خو یاد هېواد لا هم ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم لري.
ګروسي پرون د سویس له "لی تامپس" ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران تخنیکي پوهه او د سانتریفیوژونو د بیا رغونې وړتیا له منځه نه ده تللې.
هغه خبرداری ورکړی، چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو دا مواد د شاوخوا لسو اټومي بمونو د جوړولو لپاره بسنه کوي.
نوموړي زیاته کړې، هیڅ ثبوت نه شته، چې ایران غواړي اټومي بم جوړ کړي؛ خو ټینګ نظارت او شفافیت ډېر مهم دي.
ګروسي همداراز ویلي، چې له ایران سره د عباس عراقچي په واسطه دیپلوماتیک تماسونه لري؛ خو ایران د امنیتي اندېښنو له امله د پلټونکو حضور محدود کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي لاریجاني اعلان کړی، د ایران او اټومي انرژۍ د نړۍوال آژانس ترمنځ د قاهرې توافق نور بېاغېزې شوی دی.




