د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور ويلي، د نوموړي پاسپورت د ۲۰۲۳ کال د می له نهمې راهيسې لغوه شوی او له همدې امله سفر نشي کولای.
نوموړي له دې وړاندې ويلي وو، افغانستان ته سفر کوي او له چارواکو سره خيبر پښتونخوا کې د نا امنيو په اړه خبرې کوي.
هغه ويلي، هڅه یې کړې چې پاسپورت نوی کړي، خو پاکستاني چارواکو منع کړی دی.
ګنډاپور دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه له نوموړي وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي.
ګنډاپور ويلي، له افغانستان سره مذاکرات اوس مهال له ولايتي کچې وتلي او په ملي کچه د ده وس نهدی، خو که عمران خان ورته امر وکړي، نو له ويزې پرته به افغانستان ته سفر وکړي.




