ڪابل (ڪوه نور، ۷ جدي ۱۴۰۴): د ګواتمالا په لوېدیځ کې د انټر امریکا لویه لاره کې یو مسافر وړونکی بس درې ته غورځېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د یادې سیمې د اور وژنې ډلې ویاند لیاندرو آمایدو ویلي، د وژل شویو له ډلې ۱۱ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د سیمیېزو چارواکو پر وینا، دا پېښه د سولولا ولایت په یوه غرني سیمه کې شوې چې د "الاسکا څوکې" په نوم یادیږي او د توتونیکاپان ولایت اړوند ده.
ویاند آمایدو ویلي، یاد بس له ګواتمالا ښار څخه د مکسیکو سرحد ته نږدې سان مارکوس ولایت ته روان و، چې نږدې ۷۵ متره ژورې درې ته غورځېدلی؛ خو د پېښې علت تر اوسه نه دی معلوم.
یاده دې وي چې د ۲۰۲۵ په پیل کې هم په یوه بله ورته پېښه کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي وو، کله چې یو بس د ګواتمالا ښار ته نږدې یوې ککړې درې ته غورځېدلی و.




