کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ګوتریش: ۲۰۲۶ کال کې دې پر انساني او چاپېریالي مسایلو ډېر تمرکز وشي

ڪابل (ڪوه نور، ۸ جدي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې له نړۍ غوښتي، چې په ۲۰۲۶ کال کې خپل لومړیتوبونه له سره وارزوي او پر انساني او چاپېریالي مسایلو ډېر تمرکز وکړي. ګوټرېش نن دوشنبه، د ډسمبر ۲۹مه، پر ایکس پاڼه لیکلي، چې نړۍ باید د جګړو پر ځای د فقر پر ضد مبارزې کې پانګونه زیا…

2025-12-29 10:21 189۱ دقیقې لوستل
ګوتریش: ۲۰۲۶ کال کې دې پر انساني او چاپېریالي مسایلو ډېر تمرکز وشي

ڪابل (ڪوه نور، ۸ جدي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې له نړۍ غوښتي، چې په ۲۰۲۶ کال کې خپل لومړیتوبونه له سره وارزوي او پر انساني او چاپېریالي مسایلو ډېر تمرکز وکړي.

ګوټرېش نن دوشنبه، د ډسمبر ۲۹مه، پر ایکس پاڼه لیکلي، چې نړۍ باید د جګړو پر ځای د فقر پر ضد مبارزې کې پانګونه زیاته کړي.

هغه له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د ځمکې د شفا لپاره او د یوه عادلانه او سوله‌ییز راتلونکي د تضمین په موخه ګډ کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې هغه د خپل پیغام په پای کې ټولو خلکو ته د ۲۰۲۶ میلادي کال د سولې او آرامۍ هیله کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب