کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ګوترېش: نړۍ کې بشري مرستې خورا کمې شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش ويلي، نړۍ کې بشري مرستې او بوديجه له چټک کموالي سره مخ ده. ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، بشري مرستې د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه کمې شوي چې ورسره سم ډېری اړمن خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي‌. ګوترېش ويلي، بشري مرستې بايد په وسلو او جنګ بدلې نشي او دغه مرستې بايد د کډوالو او…

2025-11-15 01:02 173۱ دقیقې لوستل
ګوترېش: نړۍ کې بشري مرستې خورا کمې شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش ويلي، نړۍ کې بشري مرستې او بوديجه له چټک کموالي سره مخ ده.

ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، بشري مرستې د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه کمې شوي چې ورسره سم ډېری اړمن خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي‌.

ګوترېش ويلي، بشري مرستې بايد په وسلو او جنګ بدلې نشي او دغه مرستې بايد د کډوالو او نورو اړمنو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

ياده دې وي چې ملګرو ملتونو يو ځل بيا په جنګ ځپليو سيمو کې د بشري بحران خبرداری ورکړی دی‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب