کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یمن: د عربې اماراتو پوځیان دې ۲۴ ساعتونو موده کې زموږ له خاورې ووځي

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د یمن د دولتي خبري اژانس «سبأ» د راپور له مخې، د یاد هېواد ولسمشر مشرتابه شورا له متحده عربي اماراتو سره ګډ دفاعي تړون لغوه کړی او ټولو اماراتي ځواکونو ته یې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د یمن له خاورې د وتلو امر کړې دی. یادې شورا متحده عربي امارات تورنه کړي، چې د جنوبي انتقالي شو…

2025-12-30 04:38 300۱ دقیقې لوستل
یمن: د عربې اماراتو پوځیان دې ۲۴ ساعتونو موده کې زموږ له خاورې ووځي

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د یمن د دولتي خبري اژانس «سبأ» د راپور له مخې، د یاد هېواد ولسمشر مشرتابه شورا له متحده عربي اماراتو سره ګډ دفاعي تړون لغوه کړی او ټولو اماراتي ځواکونو ته یې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د یمن له خاورې د وتلو امر کړې دی.

یادې شورا متحده عربي امارات تورنه کړي، چې د جنوبي انتقالي شورا د پوځ پر واړندې تشدود لوري ته هڅوې، چې د اماراتو دا کړنه د ثبات د ګډوډۍ او د سولې د هڅو د کمزوري کېدو لامل شوي ده.

د سبا خبرې اژنس راپور کې راغلي، د یمن د ولسمشر مشرتابه شورا د تاوتریخوالي دمخنیوي لپاره په ټول هېواد کې د ۷۲ ساعتونو لپاره بشپړ هوايي، سمندري او ځمکنی بندیز لګولي دی.

 د یادونې وړه ده، چې دې شورا یمن کې د ۹۰ ورځو لپاره بېړنی حالت هم اعلان کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب