کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونیسیف: د اوکراین ماشومان د جګړو له امله تر ټولو سخت ژمی تېروي

د ملګرو ملتونو اړوند له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د پرله‌پسې بریدونو او سختې یخنۍ له امله د اوکراین ماشومان د جګړې تر ټولو سخت ژمی تېروي. یونیسف د جمعې په ورځ، د جنورۍ ۱۷مه، پر ایکس پاڼه لیکلي، اوکراین کې میلیونونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې د تودوخې له سیستم، برېښنا او اوبو بې‌برخې دي او د م…

2026-01-17 02:46 111۱ دقیقې لوستل
یونیسیف: د اوکراین ماشومان د جګړو له امله تر ټولو سخت ژمی تېروي

د ملګرو ملتونو اړوند له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د پرله‌پسې بریدونو او سختې یخنۍ له امله د اوکراین ماشومان د جګړې تر ټولو سخت ژمی تېروي.

یونیسف د جمعې په ورځ، د جنورۍ ۱۷مه، پر ایکس پاڼه لیکلي، اوکراین کې میلیونونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې د تودوخې له سیستم، برېښنا او اوبو بې‌برخې دي او د ماشومانو لپاره وضعیت ډېر سخت شوی دی.

یاد سازمان د استوګنیزو سیمو او بنسټیزو تأسیساتو پر وړاندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده؛ هغه تأسیسات، چې ماشومان او کورنۍ یې د ورځني ژوند او حیاتي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د جګړې د پای ته رسولو لپاره روانې خبرې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم ویلي، چې هیله لري راتلونکې اوونۍ له متحده ایالاتو سره د روسیې پر ضد د جګړې د پای ته رسولو د یوې طرحې په اړه هوکړې ته ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب