خبریاله: نازو عمري
یو اتلس کلن افغان ځوان، امان ناصر، د بریتانیا په محکمه کې د انساني قاچاق تورونه رد کړي. نوموړی تورن دی چې ۴۶ ناقانونه کډوال یې د ربړي کښتۍ له لارې له فرانسې بریتانیا ته رسول.
امان ناصر وايي، دی دې کار ته اړ کړل شوی وو او داسفر هغه خپله نه و غوره کړی. د نوموړي راتلونکې محکمه به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۹مه وشي.
دا د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د راغلو کډوالو لومړۍ ډله وه.
د بریتانیا حکومت د نوي قانون له مخې، هغه کسان مجرم ګڼل کېږي چې کډوال په دې خطرناکه او غیرقانوني لاره بریتانیا ته رسوي.
دې یادونې وړه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې، ۲۹ تنه کډوال د همدې لارې د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.




