کابل (کوه نور، ۱۳ اسد ۱۴۰۴): ۵۵۰ پخوانیو اسرایلي امنیتي چارواکو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د اسرایلو لومړی وزیر بین یامین نتنياهو دي غزه کې د جګړې پای ته رسولو ته مجبور کړي.
دغه تقاعد شوو اسرایلي امنیتي چارواکو چې پکې د موساد او شیبین " د اسراییلو د کورني امنیت ادارې" پخواني مشران هم شامل دي، د امریکا له ولسمشر ټرمپ غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه په یوه پرانیستي لیک کې کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ دي غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره د اسرایلو پر لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو فشار راوړي.
په دې غوښتنلیک کې لیکل شوي : "زموږ په مسلکي ارزونه کې، حماس نور د اسراییلو لپاره ستراتیژیک ګواښ نه ګڼل کېږي." امریکا او اروپایې اتحادیه حماس د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.
دغه چارواکو په یاد لیک کې ټینګار کړی چې اسرایلي حکومت خپلو نظامي موخو ته رسېدلی دی او اوس یواځې مهم هدف د یرغمل شوو وګړو بیرته راوړل نور یواځې د یوه سیاسي هوکړه لیک له لارې شونی کار دی.
دې چارواکو همداراز ټینګار کړی چې د حماس غورځنګ د پاتې مشرانو پر ضد دي نور عملیات وروسته ترسره شي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د اسرایلو د پر لپسې بريدونو له امله غزه کې بشري وضعیت او ورځ تر بلې ډېرېدونکې لوږې په نړۍواله کچه اندېښنې راپارولې دي.
باید وویل شي چې اسرایلو له غزې سره پر پوله جګړې وروسته له هغې پیل کړې چې حماس غورځنګ د اکټوبر پر اوومه نېټه د اسرایلو پر جنوبي سیمه بریدونه ترسره کړل چې له امله یې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نږدې ۲۵۰ تنه پکې یرغمل شول.




