جانموني د افغان لوبډلې د توپ نیونې روزونکی وټاکل شو

(کوه نور، سنبله ۵، ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر جان موني یې د ملي لوبډلې د توپ نیونې روزونکي په توګه ټاکلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسټرلیایي نیرملان تنابالزیګم سره هم د نوي فزیوتراپېست یا ډاکټر په توګه تړون شوی او دواړه نوي ګمارل شوي روزونکي په متحده عربي اماراتو کې له لوبډلې سره یوځای شوي
جان موني د ایرلینډ په ګټه په ۶۴ یو ورځنیو لوبو کې ۹۶۳ منډې کړي او ۴۸ ویکټې یی هم اخېستي دي.
شل اوریز فارمټ کې یی په ۲۷ نړیوالو لوبو کې ۲۳۷ منډې کړي او ۱۰ ویکټې لري.
دغه راز یی په یو ورځنیو، شل اوریزو، فرسټ کلاس او یو ورځنیو لوبو کې مجموعي ۹۱ کیچونه هم نیولي دي.