صدیق اتل: سبانۍ لوبې ته بشپړ چمتو یو

August 28, 25 KohiNoor

کابل (کور، ۶ سنبله ۱۴۰۴): د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي صدیق الله اتل ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې یی درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام ته بشپړ چمتووالی نیولی دی.

په وینا یی افغان لوبغاړو په تمریناتي کمپ کې دوه خپلمنځي لوبې هم کړي چې ټول لوبغاړي په خپلو برخو کې ښه ځلېدلي دي.

اتل هيله ښودلې چې ټول افغان لوبغاړي په رسمي سیالیو کې هم د تمریناتو په څېر ښې لوبې ترسره کړي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې خپلې ملي لوبډلې ته د بریا دعا وکړي.