تېره ورځ هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

February 22, 26 Hamdullah Danish

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه هېواد ته ۶۲۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي.

دغه کمېسیون په يوه خبر پاڼه کې لیکلي، يادې کډوالې کورنۍ د اسلام کلا، سپین بولدک، ورېښمو پله، تورخم او بهرامچې له لارې راستنې شوې دي.

همدې حال کې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر عرفات جمال ويلي، د ۲۰۲۳ کال اکټوبر راهيسې تراوسه ۵.۴ ميليونه تنه کډوال افغانستان ته راغلي، چې ډېری يې له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

ورته مهال بیا حکومت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کډوالو ته د ځمکو وېش هم پيل کړی دی.