په سمنګان کې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي
خبرياله: نازو عمري
د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د رباط په سیمه کې؛ د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني ویلي، پېښه د سراچه او کرولا موټرو سره د اکتروز ډوله باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د رحماني په خبره، ټپیان له پېښې وروسته روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د بدخشان ولایت د ارغنجخوا په والسوالۍ کې د یوې، ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي وو.





