د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته. کابل، هرات، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان، سرپل، فاریاب، جوزجان، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې سبا به د ورښتونو شاهدان وي.
په خبرپاڼه کې له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د سیندونو غاړو ته له مېشتو خلکو غوښتنه شوې، چې د احتمالي سېلابونو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او خپل ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.





