يو‌اېن‌ډي‌پي: افغانستان کې ۱۲۶ روغتايي مرکزونه په لمريزې برېښنا سمبال شوي

January 26, 26 Hamdullah Danish

د ملګرو پرمختيايي ادارې (UNDP) خبر ورکړی، چې افغانستان کې ۱۲۶ روغتايي مرکزونو ته لمريزه برېښنا برابره کړې ده.
سرچینې ليکلي، دغه چاره د دې لامل شوې، چې ياد روغتايي مرکزونه خپل خدمات په باوري ډول او پرته له خنډ او ځنډ وړاندې کړي.
سرچینې لیکلي، دغه برېښنا يې د (SESEHA) پروژې له لارې برابره کړې ده.
دغه سازمان زياتوي، تر راتلونکي کال پورې غواړي چې په ټول افغانستان کې له زرو روغتیایي او ښوونیز مرکزونه په لمريزې برېښنا سمبال کړي.